وسله والو طالبانو په هلمند کې د افغان پوځ د یوې چورلکې د ویشتلو مسوولیت منلی دی.
د وسله والو طالبانو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ افغان ځواکونو د هلمند په واشیر ولسوالۍ کې نوي نظامي تاسیسات جوړول چې د طالبانو له غبرګون سره مخ شول.
خبرپاڼه زیاتوي، چې هوايي ځواکونه د افغان پوځ ملاتړ ته راغلي وو او دوی بلک هاک جنګي الوتکه په نښه کړې ده.
وسله وال طالبان وایي چې په دې پېښه کې یې افغان پوځيانو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده.
افغان حکومت بیا تېره ورځ ویلي وو چې یوه بلک هاک الوتکه یې نظامي قرارګاه ته نږدې د نامعلومو دلایلو له امله لوېدلې ده.