د اسلامي امارت له لوري په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ ته نوماند محمد سهېل شاهين وايي، تمه لري چې روسيه به د ملګرو ملتونو د اعتبار ورکولو په کمېټه کې د افغانستان د استازولۍ ملاتړ وکړي.
نوموړي له ټاس خبري اژانس سره په خبرو کې ويلي، اسلامي امارت هم وړاندې او هم اوس له روسيې سره ښې اړيکې لري او زياته کړې يې ده چې دغه هېواد به په افغانستان کې د نوي جوړ شوي حکومت ملاتړ وکړي.
شاهين ويلي چې اسلامي امارت د عامو افغانانو ملاتړ هم ځان سره لري او له همدې کبله هيلهمندی دی چې له روسيې سره به د همکاريو دوه اړخيزه اړيکې همداسې دوام وکړي.
نوموړي له نورو هېوادونو هم غوښتي چې د ملګرو ملتونو د اعتبار ورکولو په کمېټه کې د افغانستان د استازولۍ ملاتړ وکړي.
په افغانستان کې د طالبانو له لوري د واک تر نيولو وروسته، محمد سهېل شاهين په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي په توګه ونومول شو. خو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ څوکۍ پر سر د جنجال له امله يې تر اوسه دنده نه ده پيل کړې.