Home » افغانستان » رينا اميري د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د امريکا ځانکړې استازې ټاکل شوې

رينا اميري د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د امريکا ځانکړې استازې ټاکل شوې

د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن خبر ورکړی چې افغاني‌الاصله امريکايۍ ميرمن رينا اميري يې د افغانستان لپاره د نجونو، ښځو او بشري حقونو په برخه کې د بهرنيو چارو وزارت ځانکړې استازې ټاکلې ده.

نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، ميرمن اميري په دې برخه کې دوې لسيزې کاري تجربه لري او وبه کولی شي چې د يوه سوله‌ييز، باثباته او د ټولو لپاره د يوه خوندي افغانستان په رامنځته کولو کې، د امريکا حياتي کارونه مخ ته يوسي.

له دې سره د افغانستان لپاره د امريکا ځانکړي استازي توماس وسټ هم د رينا اميري د ګمارنې هرکلی کړی او ويلي يې دي، چې په افغانستان کې د نجونو، ښځو او بشري برخو کې د کار لپاره د نوموړې تجربو ته اړتيا ده.

رينا اميري د امريکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د دورې پرمهال، د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي جګپوړې سلاکاره وه. نوموړې د امريکا په دولت کې د سلاکارې په توګه د دوو لسيزو لپاره کار کړی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...