د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي د ملي امینت شورا د پرېکړې له مخې امنیتي چارواکو ته یې د ۱۲۰ زره سرتیرو د کرونا ویروس ضد واکسین سپارلي دي.
دغه وزارت ویاند غلام دستګیر نن یکشنبې (دکب۲۵مه نېټه) د رویداد خبري آژانس ته په مرکه کې وویل:” تر دا مهاله ۴۲۸۹۴ روغتیايي کار کوونکي ،د رسنیو کارکونکو او ښوونکو ته د کرونا ویروس ضد واکسین تطبیق شوی دی.
ښاغلي نظري وایي، په افغانستان کې د کرونا ویروس ضد واکسین د تطبیق بهیر د روانې کب میاشتې پر پنځمه نېټه پيل شو. او دغه بهیر به د راتلونکې کال د حمل میاشتې تر ۱۵ پورې به دوام پیدا کړي.
نوموړي دغه راز زیاته کړه، د هېواد ټولو ولایتونو او ولسوالیو ته د کرونا ویروس لېږدول شوی چې د وزارت د پلان له مخې په تولو وګړو ته تطبیق شي.
بلخوا افغان امنیتي چارواکي وایي د کرونا وبروس ضد واکسین د پیل څخه تر دا مهال ۱۹۶۱۷ امنیتي منسوبین واکسین شوي دي.
د یادو کسانو له ډلې ۱۰۹۵۰ تنه یې د ملي اردو سرتیري او ۸۶۶۷ نور یې افغان ملي پولیس دي.
د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان ویلي چې په کابل او ولایتونو کې د ملي اردو سرتیرو ته د کرونا واکسین لګولو بهیر په چټکۍ سره روان دی.
پر همدې مهال د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پلان او ستراتیژۍ معین صدیق صدیقي وايي چې تر دامهاله په زرګونو پولیسو ته د کرونا ویروس ضد واکسین ورکول شوی دی.
د کرونا واکسین ۵۰۰زره ډوزه د هند لخوا افغانستان ته ورکړل شول چې د چارواکو په وینا ټاکل شوې ۲۵۰زره کسانو ته ورکړل شي.
د افغانستان د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو په اساس تر دا مهاله په دغه هیواد کې د کرونا ویروس ۵۵۹۵۵ مثبتې پېښې ثبت شوي او ۲۴۵۷ تنه نور ناروغان ورڅخه مړه شوي دي.