Home » افغانستان » روسيه: امريکا په افغانستان کې له رامنځته کړي وضعيت پښيمانه نه ده

روسيه: امريکا په افغانستان کې له رامنځته کړي وضعيت پښيمانه نه ده

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنيت شورا د ځانګړې ناستې پرمهال د افغانستان په اړه د امريکا دريځ ته په اشارې روسي چارواکو ويلي، چې امريکا په افغانستان کې د ناسم وضعيت رامنځته کولو له امله اوس هم په پښمانه نه ده.

په نوموړي سازمان کې د روسيې د استازي مرستيال ديميتري پليانسکي د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنيت شورا له غوندې وروسته خبريالانو ته ويلي، چې امريکا د افغانانو پر وړاندې د (لارې شکوونکو) په څېر چلند وکړ او په خبره يې شتمني يې ترې کنګل کړه.

پليانسکي زياته کړې، روسيه او چين په دې پوهېږي چې امريکا په وروستيو کلونو کې د افغانستان وضعيت ناسم لوري ته سوق کړ او په خبره يې اوس دغلته په کافي اندازه له خلکو سره پيسې نشته چې خپل ژوند وچلوي.

نوموړي زياته کړې، پر دې وضعيت سربېره هم امريکا هڅه کوي، چې افغانستان په نړيواله کچه منزوي کړي. د پليانسکي په خبره، د ملګرو ملتونو امنيت شورا په ناسته کې د روسيې استازي ټينګار کړی چې د افغانستان د خلکو کنګل کړای شوې پيسې دې بېرته ازادې شي.

نوموړي په خپلو خبرو کې په تکرار سره امريکايان ماهر غله ياد کړي او ويلي يې دي، چې د همدې مهارت پر بنسټ هڅه کوي چې د افغانستان کنګل کړې شتمني خپل جيب ته ووهي.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنيت شورا په غونډه کې د روسيې استازي هم له امريکا غوښتي، چې د افغانستان کنګل کړې شتمني دې بېرته ازاده او د افغانستان بانک په اختيار کې دې يې ورکړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...