Home » فرهنګی او ټولنیز » د کرنې ریاست: ننګرهار کې ۸۲۵ بېوزله مېرمنو ته د کار زمینه برابره شوې
رویداد خبري آژانس

د کرنې ریاست: ننګرهار کې ۸۲۵ بېوزله مېرمنو ته د کار زمینه برابره شوې

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې په دغه ولایت ۸۲۵ بېوزله مېرمنو ته د ځان بساينې او اقتصادي پیاوړتیا په موخه د کرنې او کرنیزو محصولاتو د پروسس په برخه کې د کاري زمينه یې ورته برابره کړې ده.

رویداد خبري آژانس

د ننګرهار د کرنې ریاست وایي، چې پر یادو مېرمنو د کورنیو باغچو او شنوخونو د جوړولو اړوند توکي، د سبو تخمونه، د مالدارۍ محصولاتو د پروسس او بسته بندۍ توکي وېشل شوي دي او ترڅنګ یې یوشمېر مېرمنو ته د روب، اچار او مرباو جوړولو مرکزونه جوړ او دوی ته د یادو توکو د جوړولو لارې چارې هم ښودل شوي دي.

رویداد خبري آژانس

یاد ریاست دغه راز زیاتوي چې مېرمنو ته د ځمکنې توتانو ننداریزې کروندې هم جوړې شوي دي، ترڅو دوی په خپلو کورونو کې په کار بوختې شي او د خپلې کورنۍ اړتیاوې ورڅخه پوره کړي.

د دغه ریاست د چارواکو په وینا د یاد ریاست له خوا د اچین او دوربابا په ولسوالیو کې ۱۰۰ بېوزله مېرمنو ته د سبو او مېوو لمریز وچوونکي دستګاوې او د سبو او مېوو د پروسس اړینې توکي ورکړل شوي دي او ترڅنګ یې یادې مېرمنې د سبو او مېوو د پروسس په برخه کې روزل شوې هم دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...