Home » افغانستان » د کابل پولیسو ۵ زره لیتره شراب نیولي
رویداد خبري آژانس

د کابل پولیسو ۵ زره لیتره شراب نیولي

د کابل پولیس وايي، چې په شپاړسمه حوزه کې یې د عملیاتو پر مهال ۵ زره لیتره شراب او ۸۰۰ کیلو ګرامه نشه‌يي توکي نیولي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته ویلي، پولیسو د دویم‌ځلي عملیاتو پر مهال بیا تر ۸۰۰ ډېر هیروئین، دوه کیلو ګرامه ډېره ښیښه نیولي دي.

د فرامرز په خبره، چې دا نشه‌يي توکي له پغمان ولسوالۍ څخه کابل ښار ته انتقالېدل.  

د پولیسو په وینا، چې لومړي عملیات یې د نشه‌يي توکو پر یوه کارخانه وکړل، چې تر ۵ زرو لیترو زیات شراب او نور نشه‌يي توکي یې ونیول.

د کابل ځانګړي پولیس د نشه‌يي توکو پر وړاندې دا عملیات داسې مهال ترسره کوي، چې څو ورځې وړاندې په پاکستان کې د شراب‌جوړولو یوې لویې فابریکې رسماً په کار پيل وکړ.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...