د افغانستان کرکټ بورډ د اجراييه رياست بست اعلان ته ورکړى دى، چې د روانې اګست مياشتې تر ٢٤مې نېټې پورې ورته په شرايطو برابر کسان نومليکنه کولاى شي.
کرکټ بورډ په خپله رسمي فېسبوکپاڼه کې ليکلي دي: ((د افغانستان کرکټ بورډ د دغې ادارې د اجراييه رياست د بست لپاره غوښتنليکونه مني. ټول پر شرايطو برابر او وړ کسان کولى شي چې د روانې اګست مياشتې تر ٢٤مې نېټې پورې د دغه بست لپاره خپل غوښتنليکونه له افغانستان کرکټ بورډ سره شريک کړي.))
د دې بست لپاره نارينه او ښځې دواړه نومليکنه کولاى شي، چې د ١٢ څخه تر ٢٠ کلونو تجربه بايد ولري او کرکټ بورډ ورسره د يو کال لپاره قرارداد کوي.
کرکټ بورډ د اجراييه رياست لپاره په يو داسې کس پسې ګرځي، چې نه يوازې دا چې د کرکټ پوره پوهه ولري، بلکې بايد ستراتيژي، پلان، رسنۍ، مديريت، اقتصاد او نورو ډېرو برخو کې پوهه ولري او همدا راز د داسې يوې سترې ادارې د پرمخ بيولو وړتيا ولري.
د يادولو وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ مخکېنى اجراييه رييس لطف الله ستانکزى له لوى اختر څو ورځې مخکې له خپلې دندې ليرې شوى دى.
د کرکټ بورډ عمومي رييس د نوموړي له دندې ګوښه کولو مخکې هم هغه ته درې وارننګونه ورکړي و، چې له لوى اختر مخکې هغه بيا له دندې ګوښه شو.
هغه خبرپاڼه چې د کرکټ بورډ له لوري خپره شوې وه، پکې ليکل شوي و چې لطف الله ستانکزى د خرابې کارکردګۍ، مديريتي بې غورۍ او له مديرانو سره د بد سلوک له امله له دندې ګوښه شوى دى.
همدا راز په ياده خبرپاڼه کې دا يادونه هم شوې وه، چې د اجراييه رياست بست ته به د ازاد رقابت له لارې داسې کس وټاکل شي چې د دې ادارې د پرمختګ لپاره کار وکولاى شي.