Home » اقتصادی » خوست کې د سپنج جوړولو تولیدي فابریکه جوړه شوه
رویداد خبري آژانس

خوست کې د سپنج جوړولو تولیدي فابریکه جوړه شوه

په خوست ولایت کې فوم جوړولو فابریکې په فعالیت پیل وکړ.

د خوست ولایت چارواکي وایي، چې دغه فابریکې باندې ۷ لکه ډالره پانګونه شوې او په ورځ کې د ۴ ټنه فوم یا سپنج د تولید ظرفیت لري.

د دغه ولایت والي مهمد کټوازي رسنیو ته په خبرو کې ویلي دغې فابريکې په مستقیم او غیر مستقیم ډول شااوخوا ۳۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

ښاغلی کټوازی وايي، دغه فابریکه سموات صنعتي پارک کې په پنځه جریبه ځمکه کې جوړ شوی ده.

د خوست ولایت د مقام د معلوماتو له مخې دا مهال په خوست ولایت کې ۲۳۵ لويې او وړې تولیدې فابریکې فعالیت لري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...