دغه سيالۍ چې اونۍ مخکې خوست کې پيل شوي وې، د هيواد اتو پياوړو لوبډلو پکې ګډون کړی و چې پايلوبې ته يې خوست او ننګرهار راوتي وه.
لومړۍ توپ وهنې سره ننګرهار د ۳۳۴ منډو هدف ټاکلی و چې بهار شينواري ۶۲ منډې جوړي کړي وې او د خوست لپاره اضغر اتل او حسيب الله ۳-۳ لوبغاړي سوځولي وه.
د خوست لوبډلې دغه هدف د لوبې ۴۰م اور کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړی.د خوست لپاره شاهدالله کمال ۱۱۹ منډې جوړي کړې او د ننګرهار لپاره طارق ستانکزي ۲ لوبغاړي وسوځول.