Home » افغانستان » حنیف اتمر او خلیلزاد په ترکیه کې د کېدونکې غونډې پر اجنډا خبري کړي
رویداد خبري آژانس

حنیف اتمر او خلیلزاد په ترکیه کې د کېدونکې غونډې پر اجنډا خبري کړي

د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد سره کتلي.

د دغه وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:” دواړو لورو په ترکیه کې د سولې خبرو لپاره چمتووالی او د خبرو اترو پر ترکیب، د غونډې اجنډا، د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې پلان او د غونډې پر پایلو خبرې وکړې”.

خبرپاڼه زیاتوي چې حنیف اتمر له زلمي خلیلزاد سره په کتنه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې پلان په هکله د مخ په زیاتیدونکي ملي اجماع په اړه خبرې کړي.

نوموړي د افغان سولې بهیر په بریا کې د سیمې او نړۍ د هیوادونو رول ارزښتناکه بللې ده.

 بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د اوربند، پراخه سیاسي موافقه، د تېرو دوه لسیزو لاسته راوړنو ساتنې په هکله او په افغانستان کې د تروریستانو د نفوذ څخه د مخنیوي لپاره په آسيا زړه – استانبول پروسې کنفرانس کې بې ساري سیمه ایزه او نړیواله اجماع جوړه شوې ده او باید نور هم پياوړې او د سولې بهیر د بريا لپاره وکارول شي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو د ملي، سیمه ایزې او نړیوالې اجماع پر اهمیت باندې په ټینګار سره، هیله څرګنده کړې چې د ترکیې په غونډه کې د سیاسي حل پر اصولو او اوربند باندی موافقه وشي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...