د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی او تر اوسه پورې یې د سولې د راتګ لپاره له خطر سره مل ډېر ګامونه پورته کړي دي، مذاکراتي پلاوی په دوحه کې له یادې ډلې سره د مذاکرې لپاره موجود دی خو طالبانو د خبرو مېز پرې ایښی دی.
حمدالله محب پرون شنبې په ورځ (د سلواغې۱۸مه نېټه) په کابل کې خبریالانو وویل، چې وسله والو طالبان سوله نه غواړي او موخه یې د اوسني نظام ړنګول او واک ته رسېدل دي خو نوموړي ټینګار کړی دی چې که چېرته طالبان جګړې ته دوام ورکړي نو امنیتي ځواکونه هم له دغې ډلې سره جګړې او د خپلې خاورې مقدسې دفاع ته چمتو دي.
محب دغه راز زیاته کړې، دوی د امریکا له دې خبرې سره همغږي دي چې طالبانو د دوحې هوکړه تر پښو لاندې کړې ده او د کړیو ژمنو خلاف یې جګړې لا پراخې کړې دي.