حسین حقاني وایي، وسله والو طالبانو سولې ته د رسېدو یا پر سوله د هوکړې کولو ژمنه نه ده کړې.
په امریکا کې د پاکستان پخواني سفر حسین حقاني په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي، طالبانو یوازې ویلي چې دوی به امریکايي ځواکونو ته د تګ زمینه برابروي او تر څنګ به یې بین الافغاني خبرې پیلوي، خو دا ژمنه یې نه ده کړې چې په بین الافغاني خبرو کې به یوې هوکړې ته هم رسېږي.
د حقاني په وینا په طالبان سولې ته ژمن نه دي نو له همدې امله د میاشتو په تېرېدو لا هم بین الافغاني مذاکراتو پایله نه ده لرلې.
نوموړي هیله څرګنده کړې چې د امریکا نوې اداره هر څه په دقیقه توګه و ارزوي او تر هغه وروسته دې د افغان سولې او روانې جګړې په اړه خپل دریځ روښانه کړي.