پر تهران د اروپایي اتحاديې د بشري حقونو د بندیزونو له اعلانه څو ساعته وروسته ایران له اروپایي اتحاديې سره خبرې وځنډولې.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیبزاده دوه ورځې وړاندې رسنیو ته ویلي چې د اروپايي اتحادیې بندیزونه غندي او هغه بېاعتباره بولي.
خطیبزاده همداراز وویل چې د اروپايي اتحادیې د اقدام په ځواب کې له دې اتحادیې سره جامع خبرې ځنډوي.
په دې خبرو کې مخدره مواد، ترورېزم او بشري حقونه شامل موضوعات دي.