Home » سیمه او نړی » تانزانیا کې په لومړي ځل یوه ښځه د ولسمشرې په توګه لوړه وکړه
رویداد خبري آژانس
تانزانیا کې سامیه سولوهو حسن په لومړي ځل یوه ښځه ولسمشره شوه

تانزانیا کې په لومړي ځل یوه ښځه د ولسمشرې په توګه لوړه وکړه

په تانزانیا کې سامیه سولوهو حسن د لومړنۍ ښځینه ولسمشرې په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه.

پرون جمعه (د کب ۲۹مه) د دغه هېواد په میلیونونو وګړو د ټلوېزیونونو پر پردو دغه تاریخي شېبه وکتله.

سامیه حسن تر دې مخکې د ولسمشر د مرستیالې په توګه دنده ترسره کوله.

هغه د تانزانیا د ولسمشر جان مګافولي تر ناڅاپي مړینې وروسته د هغه د ځای ناستې په توګه وټاکل شوه.

زیات کسان په دې باور دي چې سامیه حسن د افریقا د دغه بې وزلي هېواد د ادارې لپاره ښه وړتیا لري.

سامیه چې ۶۱ کلنه ده، مخکې یې د وزیرې او د تانزانیا په پارلمان کې د وکیلې په توګه کار کړی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...