Home » افغانستان » تادین:طالب مشرانو پاکستان ته د افغانانو د وینې بهېدو او تویولو ژمني ورکړې
رویداد خبري آژانس

تادین:طالب مشرانو پاکستان ته د افغانانو د وینې بهېدو او تویولو ژمني ورکړې

د کندهار امنیه قوماندان جنرال تادین خان وايي، طالب مشرانو پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې، ددې هېواد مشرانو ته یو ځل بیا د افغانانو د وینې بهېدو او تویولو ژمنې ورکړې دي.

نوموړي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: “طالب ترهګر مشران نن د پنجاپي بادرانو په غېږ کې خورا د خوښۍ او بې وجدانۍ غوټې وهلې، د خپل هېواد د بربادۍ او د افغانانو د وینې تویولو ‌‌‌‌‌‌ډېرې وعدې به یې ورکړي وي، خو تاسو ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډمن اوسئ، زموږ ویاړلي امنیتي ځواکونه ددې غلامانو د بې رحمه وژلو ‌‌‌‌‌‌ډېره تجربه لري”

نوموړي تر دې وړاندې هم پاکستان ته د طالب مشرانو په سفر غبرګون ښودلی وو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...