د هندوستان د کرکټ غوره لیګ سیالیو په لړ کې نن چهارشنبه (وري ۲۵مه نېټه) سنرایزر حیدراباد او رویال چېلجرز بنګلور ټیمونه سره مخامخېږي.
په سنرایزر لوبډله کې د افغانستان درې لوبغاړي محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمن شته.
پرونۍ مسابقه ممبۍ انډیانز ټیم له کلکتې نایټ رایډرز څخه په لسو منډو وګټله.
د هند د کرکټ غوره لیګ د سږکال مسابقې د مې میاشتې تر ۳۰مې نېټې دوام کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ په دغه لیګ کې د افغان لوبغاړو ګډون مهم بللی دی.