Home » افغانستان » انتوني بلینکن؛ د افغانستان په اړه د ناټو له غړو هېوادونو سره خبرې کوي
رویداد خبري آژانس
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

انتوني بلینکن؛ د افغانستان په اړه د ناټو له غړو هېوادونو سره خبرې کوي

امریکا د افغانستان د وضعیت او راتلونکو اقداماتو په اړه د ناټو له غړو هېوادونو سره خبرې کوي.

د رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په روانه اونۍ کې بروکسل ته ځي او د مهمو مسایلو په اړه د ناټو له غړو هېوادونو سره خبرې کوي.

د راپورونو له مخې چې له نوموړي سره به د امریکا ددفاع وزیر هم په دې سفر کې ملتیا کوي او تر ډېره به د افغانستان پر روان وضعیت، سولې او راتلونکو اقداماتو خبرې کېږي.

ددې تر څنګ ټاکل شوې چې بلینکن د ناټو له غړو هېوادونو سره د ایران او اوکراین په اړه هم خبرې وکړي.

بلینکن داسې مهال بروکسل ته ځي چې د ناټو غړي هېوادونه په دوو غونډو کې د افغانستان په اړه په پرېکړه کولو نه دي بریالي شوي او ټاکل شوې چې په راتلونکو غونډو کې دلته د سرتېرو د حضور یا وتلو په اړه یوې پرېکړې ته د رسېدو کوښښ وشي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...