Home » افغانستان » امریکا د افغانانو لپاره د کډوالۍ د ځانګړو ویزو پروګرام ارزوي
رویداد خبري آژانس

امریکا د افغانانو لپاره د کډوالۍ د ځانګړو ویزو پروګرام ارزوي

د امریکا ولسمشر جو بایډن د خپل دولت ادارو ته لارښوونه کړې چې د افغانانو او عراقیانو لپاره د کډوالۍ د ځانګړو ویزو یا (اېس.ای.وي) پروګرام وارزوي.

دا ویزې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې په دغو هېوادونو کې یې د امریکا له پوځ سره د ژباړونکو په توګه کار کړی دی.

د سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې چې د جمعې په ورځ خپور شوی، راغلي امریکا باید دا یقیني کړي چې په جګړه ځپلو هېوادونو کې له هغو کسانو سره خپلې ژمنې پر ځای کوي چې د دوی له پوځ سره‌یې مرسته کړې ده.

دا مهال شاوخوا ۱۷ زره افغانان چې له امریکایانو سره‌یې د ژباړې او نورو برخو کې کار کړی دی، دې ویزو ته په تمه دي.

دا پروګرام د پخواني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال پيل شو چې بیا د ډونالد ټرمپ د واک پر مهال څو ځله له خنډ او ځنډ سره مخامخ شو.

تمه ښودل شوې چې امریکا به ۲۰۲۱ کال کې څلور زره دې ډول کورنیو ته د کډوالۍ ځانګړې ویزې ورکړي.

د معلوماتو له مخې دا مهال امریکا کې ۳۰ زره هغه کورنۍ اوسېږي چې په اېس.ای.وي ویزو هغه هېواد ته تللي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...