آزادو رزمي سیالیو دوو افغان لوبغاړو عبدالسمیع فیضي او واحد نژند تېره شپه په مسکو کې خپل رسي سیالان مات کړل.
د دوی لوبې د اې ام سي فایټ نایټ (AMC Fight Night) سازمان لهخوا ترسره شوې.
سمېع فیضي په ۷۷ کیلو وزن کې خپل روسی سیال سرګي دینیسوف په درېیو رونډونو کې د نمرو په توپیر مات کړ.
هغه تر بریا وروسته وویل: “قدرمنو هېوادوالو! خپله بریا د افغانستان ټول مظلوم ملت ته د زړه له کومې مبارکي وایم. د نژند صاحب (واحد نژند) د بریا مبارکي هم وایم. زموږ د بریا جشن ونیسئ. نن یوه پښتون او یوه تاجک فایټر د افغانستان د ۳۶ ملیونه نفوس استازیتوب وکړ.”
واحد نژند هم چې په ۷۵ کیلو ګرام وزن کې لوبېده خپل روسی سیال پاول اردیشیف په درېیو رونډونو کې د نمرو په توپیر وګاټه