Home » افغانستان » اروپایي ټولنې له افغانستان سره د همکارۍ د دوام ژمنه کړې
رویداد خبري آژانس
د اروپايي ټولنې بیرغ

اروپایي ټولنې له افغانستان سره د همکارۍ د دوام ژمنه کړې

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیر د نوي لمریز کال په مناسبت د یوې خبرپاڼې په خپرولو د سوکاله افغانستان د د جوړېدو لپاره د اروپایي ټولنې د همکارۍ د دوام ژمنه وکړه.

اندریس وان برانډ په دې اعلامیه کې د افغانستان سوله د ټولو په ګټه بللې او په دې لاره کې یې د یادې ټولنې د مرستې چمتووالی بیا تکرار کړی دی.

په دې اعلامیه کې چې تېر ماښام خپره شوه، عدالت ته د افغانستان د خلکو د لا ښه لاسرسي، د سوداګرۍ د ودې او نورو عامه خدمتونو په برخه کې د اروپایي ټولنې پر رول ټینګار شوی دی.

اعلامیې دا هم ویلي چې اروپایي ټولنه په افغانستان کې د ازادو رسنیو ملاتړ کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...