د برېتانيا پخواني لومړي وزير ګورډن براون په افغانستان کې پر موجوده بشري وضعيت او په ځانکړې توګه د ماشومانو پر وضعيت اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، اجازه به ورنه کړي چې په دغه هېواد کې وضعيت نور هم خراب شي.
نوموړي پرون د سېشنبې په ورځ د (سلواغې په ۵مه) په خپل ټوېټر کې لېکلي، دامهال په افغانستان کې ميليونونه ماشومان له لوږې سره مخ دي اوا زياته کړې يې ده چې د برېتانيا حکومت يې پر وړاندې عمل کولی شي.
نوموړی داسې مهال د څرګندونې کوي چې د ملګرو ملتونو د ارزونې له مخې، که بېړني اقدامات ونه شي نو ښايي په افغانستان کې ۱ ميليون ماشومان د سختې لوږې له امله پر خوار ځواکۍ اخته شي.