د کورنيو چارو وزارت مسوولانو خبر ورکړی چې په کابل کې يې د انسان تښتوونکو يوه مهمه ۷ کسيزه ډله د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې نيولې ده.
د دغه وزارت مسوولانو زياته کړې، ياده ډله چې د تښوونې په متعددو قضيو کې يې لاس درلود، د کابل ښار ۱۵مې حوزې په مربوطاتو کې نيول شوې ده.
د دوی په خبره نيول شويو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی او د لا زياتو مالوماتو ترلاسه کېدو په موخه تر څېړنو لاندې دي.
د کورنيو چارو وزارت داسې مهال د انسان تښوونکو يوې ډلې د نيول کېدو خبر ورکوي، چې په دې وروستيو کې په کابل او ولايتونو کې د وسلهوالو شوکو، غلاوو او انسان تښتوونې په اړه شکايتونه زيات شوي دي.