Home » افغانستان » کورنيو چارو وزارت: د کابل په ميربچه کوټ کې وژل شوی کس مجرم و

کورنيو چارو وزارت: د کابل په ميربچه کوټ کې وژل شوی کس مجرم و

کورنيو چارو وزارت وايي، پرون دوشنبه د (سلواغې په ۱۸مه) د دغه وزارت اړوند ځانګړو ځواکونو د کابل په ميربچه کوټ کې د اخلالګرو پر وړاندې عمليات کړي دي.

ياد وزارت په دې اړه خپل ټوېټر کې ويلي، د ترسره شويو عملياتو په ترڅ کې ۳تنه نيول شوي او يو تن چې د تېښتې هڅه يې کوله، د امنيتي ځواکونو له لوري پرې ډزې شوي او وژل شوی دی.

کورنيو چارو وزارت د وضاحت په توګه زياته کړې، چې ياد وژل شوی کس بې ګناه نه و او په خبره يې داسې اسناد او شواهد موجود دي چې له نيول شوو کسانو سره يو ځای يې په امنيتي پېښو کې لاس درلود.

نن سې‌شنبه د کابل ميربچه کوټ اوسېدونکي د امنيتي ځواکونو له لوري د ياد کس د وژل کېدو په غبرګون کې د اعتراض په موخه راټول شوي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...