د کندوز ځایي چارواکي او خلک وایي، د دغه ولایت مرکز په څنډو کې د وسلهوالو طالبانو فعالیتونه ډېر شوي او د دې وېره شته چې یو وار بیا تر بریدونو لاندې راشي.
دوی ټینګار کوي، چې د کندوز مرکز شاوخوا سیمو کې جګړې روانې دي او هېڅوک نهشي کولای په ازادانه ډول خپل کارونه پرمخ یوسي.
د ملي دفاع وزارت بیا وایي، چې د وسلهوالو طالبانو د هر ډول بریدونو د مخنیوي لپاره چمتووالی لري.
د ملي دفاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د وسلهوالو بریدونو مخنیوي لپاره دې ولایت ته تازه دمي کومانډو استول شوي دي.
کندوز یو له هغو ولایتونو څخه دی چې تر دې وړاندې هم د لنډ وخت لپاره دوه ځلې د وسلهوالو طالبانو لاس لوېدلی و.
کندوز باندې د طالبانو د بریدونو وېره په داسې مهال خپرېږي چې طالبانو د اختر درې ورځو په موده کې اوربند اعلان کړ او له خپلو جنګیالیو یې وغوښتل چې بریدونه ونهکړي.
په ورته مهال دا وېره هم شته چې د اوربند په خلاصېدو به د وسلهوالو طالبانو بریدونه زیات شي او ښايي د دې هڅه هم وکړي چې یو ولایت له جدي ګواښ سره مخ کړي.