په دې وروستيو کې د ځينو رسنيو له لوري داسې راپورونه خپاره شوي چې ګواکې د افغانستان مخکينی مرستيال ولسمشر امرالله صالح کاناډا ته تللی او هلته يې مېشت شوی دی.
دې راپورونو ته په غبرګون کې تازه د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان د جنوبي اسيا برخې مرستيالې پاټرېشيا ګاسمن ويلي، د دې احتمال شته چې د کاناډا د کډوالو برخې اداره، د امرالله صالح استخباراتي تجربو ته په پام سره په کاناډا کې د نوموړي اوسېدو ته لېوالتيا وښيي.
له دې وړاندې يوه افغان خبريال هم د يوې سرچينې په حواله چې نوم يې نه و ذکر کړی ويلي و، امرالله صالح هڅه کوي چې د اوسېدلو په موخه کاناډا ته لاړ شي.
د يادې سرچينې له قوله زياته شوې، صالح موده وړاندې له يوې نړيوالې رسنۍ غوښتي و څو د کاناډا حکومت قانع کړي چې نوموړي ته په کاناډا کې د اوسېدو اجازه ورکړي.
تر اوسه امرالله صالح د يادو راپورونو په اړه څه نه دي ويلي.