Home » افغانستان » چارواکي: کندز کې د دریو ماشومانو د قاچاق مخه ونیول شوه
رویداد خبري آژانس

چارواکي: کندز کې د دریو ماشومانو د قاچاق مخه ونیول شوه

د کندز پولیس وایي، پاکستان ته یې د دریو ماشومانو د قاچاق مخه نیولې ده.

د کندز د پولیسو ویاند هجرت الله اکبري وایي، دغه درې ماشومان چې د لسو کالو په شاوخوا کې عمر یې درلود د کندز د مرکز چرخ اب د سیمې اوسېدونکي وو.

اکبري وایي، تېره ورځ نا پېژاندو کسانو غوښتل دغه ماشومان پاکستان ته قاچاق کړې چې د دې ولایت پولیسو یې مخه نیولې ده.

نوموړی وایي، یادو ماشومانو د کندز ښار لیري په یوه مدرسه کې زده کړې کولې.

هغه وایي، تراوسه د دې په اړه معلومات نشته چې یاد ماشومان چا له مدرسې ایستلي او غوښتل یې پاکستان ته یې قاچاق کړي.

اکبري زیاتوي، پولیسو څېړنې پیل کړې دي ترڅو یاد کسان معلوم او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...