Home » افغانستان » پېښور کې پر يوه جومات د چاودنې له امله د وژل شوو شمېر ۵۶ تنو ته پورته شو

پېښور کې پر يوه جومات د چاودنې له امله د وژل شوو شمېر ۵۶ تنو ته پورته شو

په پېښور کې ځايي چارواکي وايي، چې پرون جمعه د (کب په ۱۳مه) د جمعې لمانځه پرمهال پر خلکو د چاودنې په پېښه کې، د وژل شوو کسانو شمېر ۵۶ تنو ته پورته شوی.

دوی زياته کړې، چې ياده چاودنه د قصه خوانۍ په بازار کې د اهل تشیع پر جومات شوې او پر وژل شوو کسانو سربېره ۱۹۴ تنه لمونځ کوونکي ټپي شوي هم دي.

له دې سره داعش ډلې د پېښور قصه خوانۍ بازار په دې جومات کې د شوي چاودنې مسووليت منلی او ويلي يې دي، چې ياده چاودنه جليبيب الکابلي په نوم د يوه کس له لوري ترسره شوې ده.

پرون تر چاودنې وروسته د پاکستان کورنيو چار وزير شېخ رشيد احمد ويلي وو، چې په دې چاودنه کې د بهرني لاسونه موجود دي؛ خو په ښکاره يې د کوم هېواد نوم نه دی اخيستی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...