د ځينو راپورونو له مخې په خيبر پښتونخوا او خيبر اېجنسۍ کې د واورو او بارانونو اورېدو له امله خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.
د پښتونخوا د طبيعي پيښو د مخنيوي ادارې ويلي، چې پرون سېشنبه د (مرغومي په ۲۱مه) د بارانونو او واورې اورېدو له امله په چارسده، کرک، خيبر ايجنسۍ او بر دير کې زيات خلک اغېزمن شوي دي.
د يادې ادارې د مالوماتو له مخې، په لنډي کوتل او تېرا کې د زيات اورښت له امله د خلکو د استوګنې يو شمېر کورونه هم نړېدلي دي. د قبايلي اېنجسيو په شمول په پښتونخوا کې ټولټال د ۱۸تنه مړه، ۴۶ ټپي او شاوخوا ۱۰۹ کورونه د وروستيو اورښتونو په ترڅ کې ړنګ او وېجاړ شوي دي.
ځايي چارواکو خبر ورکړی چې په يادو اورښتونو کې له زيانمنو شويو کورنيو سره يې د مرستې کولو لړۍ پيل کړې ده.