دافغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره وایي لغمان ولایت کې د شکرمان کانال د WFP ادارې په مالي مرسته د اوبو مدیریت، د کرنیزو ځمکو خړوبولو او خلکو ته د کارموندنې په موخه د دغه ولایت په علیشنګ سیند باندې جوړ شو. چې ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه اداره وایي شکرمان کانال چې د ۳۰۰ هکتاره کرنیزې ځمکې خړوبولو وړتیا لري؛ ۵۰۰ کورنۍ به ترې ګټه پورته کوي او ۴۵۰ کسانو ته به د کار پيدا کولو کې مرسته وکړي.