له کونړ څخه ځايي سرچيني وايي چې پاکستاني ځواکونو يو وار بيا د ډيورنډ کرښې پر دې غاړه د راکيټونو ويشتل پيل کړي دي. د سرچينو په خبره د پاکستاني ځواکونو دغه بريد پرون سېشنبه د (سلواغې په ۲۶مه) پيل شوی دی.
ځايي اوسېدونکو هم د پاکستان له لوري راکېټي بريدونه تائيد کړي او ويلي يې دي، چې له پرون راهيسې زيات ګڼ شمېر راکېټونه د نړۍ او سرکاڼو ولسوالۍ پر اړوندو سيمو لګېدلي دي.
دوی زياته کړې د پاکستاني ځواکونو د يادو راکېټي بريدونو له امله، په يادو ولسواليو کې ځيني اوسېدونکي له خپلو کورونو کډه شوي دي.
تر اوسه پاکستاني او افغان چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي. پر کونړ او ډيورنډ کرښې ته څېرمه پر افغان خاوره د پاکستان راکېټي بريدونه تازه خبره نه ده، له دې وړاندې هم پاکستان په وار وار ورته بريدونه کړي دي.