Home » سیمه او نړی » پاکستان کې محکمې مفتي عزيزالرحمن او د هغه ۵ زامن په مدرسه پر جنسي تېري تورن وپېژندل

پاکستان کې محکمې مفتي عزيزالرحمن او د هغه ۵ زامن په مدرسه پر جنسي تېري تورن وپېژندل

د پاکستان د جمعيت علمای اسلام ګوند د پنجاب ايالتي مشر او دغه راز د منظورالاسلام په نوم د مدرسې محتمم مفتي عزيزالرحمن او د نوموړي ۵ زامن د مدرسې پر زده‌کوونکو د جنسي تيري په قضيه کې تورن وپېژندل.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، خپله د عزيزالرحمن په شمول د هغه زامن عطاءالرحمن، عتيق‌الرحمن، لطف‌الرحمن، الطاف‌الرحمن او وسېع‌الرحمن هغه کسان دي چې د محکمې د پرېکړې له مخې يې په خپله مدرسه کې پر زده‌کوونکو جنسي تېری کړی دی.

هغه مهال چې د تېرې اکټوبر مياشتې په ۱۸مه د منظورالاسلام په نوم د مدرسي يوه زده‌کوونکي مفتي عزيزالرحمن پر جنسي تېري تورن کړ او د نوموړي وېډيو يې پر ټولنيزو رسنيو پر خپرولو سربېره پوليسو ته هم وسپارله، نوموړی د پوليسو له لوري ونيول شو او د خلاصون په موخه يې ضمانتونه رد شول.

خو د نوموړي زامن هم چې هغه مهال له مفتي عزيزالرحمن سره يو ځای نيول شوي وو، پر ضمانت خوشې شول.

د يادې ادعا په اړه متفي عزيزالرحمن ويلي و، په مدرسه کې د يوه زده‌کوونکي له لوري په خوراک کې نشه ورکړل شوې او نوموړی پر ځان نه پوهېده چې د چا له لوري څه ورسره کېږي؟

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...