په پاکستان کې د تحريک لبېک مذهبي ډلې او حکومت ترمنځ له څو ورځنيو مذاکراتو ناکامېدو وروسته، پرون چهارشنبه د (لړم په ۵مه) د يادې ډلې سلګونه پلويانو بيا د اسلامباد په لور اعتراضيه حرکت پيل کړه.
اسلاماباد ته تګ پرمهال د لاهور شيخپوره په لويه لار د اعتراض کوونکو او پوليسو له لوري تاوتريخوالی رامنځته شو. د پاکستان امنيتي مسوولانو ادعا کړې چې اعتراض کوونکو له ځان سره وسلې درلودې او پر هغو پوليسو يې ډزې وکړې چې د دوی ساتنه يې کوله.
د چارواکو په خبره په دې ډزو کې ۴ تنه پوليس وژل شوي او ۲۶۳ تنه نور ټپيا شوي دي. د پنجاب ايالتي چارواکو پرېکړه کړې د يادو اعتراض کوونکو د مديريت په موخه به مليشه ځواکونه د اعتراض په سيمه کې ځای پر ځای کړي.
څو ورځې وړاندې هم د دې تحريک پلويان د پنجاب ايالت له مرکز لاهور څخه اسلاماباد ته پر اعتراض روان وو او په لاره کې يې د پوليسو له لوري د مخنيوي په صورت کې، اعتراض پر تاوتريخوالي واوښت چې امله يې ۴تنه پوليس ووژل شول.
چارواکو څو ورځې وړاندې خبر ورکړ چې حکومت د تحريک لبېک ډلې اکثره غوښتنو چې د دغه ډلې د نيول شوي مشر خوشې کول هم په کې شامل و، منلو ته تيار و. خو دا چې يادې ډلې له پاکستان څخه د فرانسې سفير پر ايستلو ټينګار درلود، مذاکرات ناکام شول.
د پاکستان کورنيو چارو وزير شېخ رشيد چې له تحريک لبېک سره يې د حکومت له ادرسه د مذاکراتو مشري کوله وايي، له هېواد څخه د فرانسې سفير ايستل له اروپايي ټولنې سره د پاکستان اړيکې سختې خرابوي او له همدې کبله نه شي کولی چې دا کار وکړي.
تحريک لبېک د خپل مشر پر خوشې کېدو سربيره، دين ته د سپکاوي خاکو د خپراوي له امله له پاکستان حکومت غواړي چې د فرانسې سفير له هېواد وشړي.