Home » افغانستان » پاکستان منظور پيښتن او د نوموړي ملګري بلوچستان ته ممنوع‌الدخول اعلان کړل

پاکستان منظور پيښتن او د نوموړي ملګري بلوچستان ته ممنوع‌الدخول اعلان کړل

د بلوچستان کورنيو او قبايلي چارو محکمې په يوه تازه اقدام کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشر منظور احمد پښتين او د دغه غورځنګ پر يو شمېر نورو غړو دې ايالت ته د دننه کېدو بنديز وضعه کړ.

د محکمې له لوري په صادر شوي حکم کې د منظور احمد پښتين په شمول د علي وزير، محسن داوړ، ډاکټر سېد علم مسيد، ثنا اعجاز او د عبدالله ننګيال نومونه ذکر شوي دي.

د صادر شوي حکم له مخې، دا کسان تر درېيو مياشتو چې ۹۰ ورځې کېږي، د بلوچستان ايالت اړوند هېڅ سيمې ته نه شي داخلېدلی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ منظور احمد پښتين چې پرون د (لېندۍ په لومړۍ) ناوخته يې د محکمې ياد حکم يوه کاپي پر خپل ټوېټر خپوره کړې ويلي، دا ډول ورته کار په تېر تاريخ کې د برېتانيا استعماري حکومتونو هم کاوه.

نوموړي ويلي، پښتون ژغورنې غورځنګ يا PTM د امن لپاره کار کوي، خو په خبره يې د امن خلاف خلک د تورو ښيښو په موټرو کې ازاد ګرځي.

نوموړي د پاکستان حکومت دا اقدام جرم بللی او ويلي يې دي چې دا ډول اقدامات بايد ژر تر ژره ودرېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشر او مخکښانو دا بنديز داسې مهال وضعه کېږي، چې ټاکل شوې د روانې نومبر په ۲۶مه په کووټه کې د علي وزير او د پښتون ژغورنې غورځنګ نورو زنداني غړو د خلاصون په موخه پراخه ولسي اعتراضيه غونډه ترسره شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...