د پاکستان کورنيو چارو وزير شېخ رشيد احمد وايي، پر ډيورنډ کرښه د اغزن سيم د غځولو چارې تر ډېره بشپرې شوي او يوازې پاتې لږه برخه به يې هم له طالبانو سره په موافقه بشپړه شي.
نوموړي په پرون جمعه د (مرغومي په ۲۴مه) په اسلاماباد کې خبريالانو ته ويلي، پر ډيورنډ کرښه د اغز سيم د غځولو چارې ۲۶۰۰ کېلومټره بشپرې شوي او دا کار يوازې ۲۱ کېلومټره نېمګړی پاتې دی.
شېخ رشيد طالبانو ته د پاکستان د وروڼو خطاب کړی او ويلي يې دي چې هېواد به يې د ياد سيم د غځولو په برخه کې د دوی موافقه ترلاسه کړي.
تر اوسه اسلامي امارت د نوموړي د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې د دفاع وزارت وياند عنايتالله خوارزمي ويلي و چې پاکستان پر ډيورنډ کرښه د اغزن سيم د غځولو حق نه لري.