Home » سیمه او نړی » ټي‌ټي‌پي پاکستان ته په درېيم هېواد کې د سياسي دفتر د پرانيستو شرط وړاندې کړی

ټي‌ټي‌پي پاکستان ته په درېيم هېواد کې د سياسي دفتر د پرانيستو شرط وړاندې کړی

د پاکستان ايکسپرېس ټرېبين ورځپاڼې خبر ورکړی چې پاکستان حکومت د سولې مذاکراتو په بدل کې د تحريک طالبان پاکستان يا TTP له لوري په وړاندې شويو شرطونو کې، يو هم د يادې ډلې له لوري په درېيم هېواد کې د سياسي دفتر پرانيستل دي.

ايکسپرېس ټرېبيون په خپل راپور کې ويلي، پاکستاني طالبانو د پاکستان حکومت ته په پاکستان کې د شريعت جاري کول، له قبايلي سيمو د پاکستاني پوځيانو په شا کېدل او دغه راز د يادې ډلې له لورې په درېيم هېواد کې د سياسي دفتر پرانيستل د درېيو عمده شرطونو په توګه وړاندې کړي دي.

خو په راپور کې زياته شوې چې پاکستان بيا د افغانستان طالبانو په وسيله يادې ډلې ته د ذکر شويو شرطونو په اړه د رد ځواب ورکړی دی. په راپور کې زياته شوې چې پاکستان له تحريک طالبان پاکستان سره په دې موخه مذاکرات کول غواړي، چې ياده ډله خپل عادي ژوند ته را وګرځي او له هغې وروسته به يې د بښنې په اړه د پاکستان حکومت غور وکړي.

پاکستان له تحريک طالبان پاکستان سره په کابل او خوست کې د حقاني شبکې په منځګړيتوب درې مخامخ ناستې کړي او د يادو ناستو پايله د تحريک طالبان پاکستان او د پاکستاني ځواکونو ترمنځ يو مياشتنی اوربند و.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...