Home » افغانستان » ټام وېسټ: د افغانستان په اړه امريکا او پاکستان د يوه او بل پاليسيو ته اندېښمن دی

ټام وېسټ: د افغانستان په اړه امريکا او پاکستان د يوه او بل پاليسيو ته اندېښمن دی

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی ټام وېسټ وايي، پاکستان د افغانستان او سيمې په اړوند مسايلو کې تاثير لري، خو امريکا بيا په ځانګړې توګه د افغانستان په اړه د دغه هېواد تګ‌لارې په اړه اندېښمنه ده.

ټام ويسټ له امريکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې ويلي، د افغانستان په اړه امريکا او پاکستان د يو بل تګ لارو په اندېښمن وي او ډېر کله دا کار د اسلام‌اباد او واشنګټن ترمنځ د لانجې راپورته کېدو سبب هم کېږي.

نوموړي ويلي، دا مهال پاکستان شله دی چې په افغانستان کې دې د طالبانو حکومت په رسميت وپېژندل شي، خو د ټام وېسټ په خبره د پاکستان دې غوښتنې د امريکا ځواب نه دی.

په همدې حال کې نوموړي ويلي، نه غواړي چې له طالبانو سره د مذاکراتو ور بند شي او په خبره يې د مذاکراتو له لارې د قناعت په صورت کې ښايي د راتلونکي لپاره پرېکړې وشي.

ټام ويست زياته کړې، افغانستان له وړاندې څخه په مشکلو کې ګېر و خو د طالبانو له لوري د واک په نيولو سره دا مشکل نور هم زيات شول او له همدې کبله امريکا د افغانستان په اړه ندېښمنه ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...