په کابل کې د چين سفير وانګ يي وايي، په چين کې د افغانستان وچې مېوې او په ځانګړې توګه ځڼغوځيو ته د خلکو لېوالتيا خورا ډېره ده.
نوموړی زياتوي چې دې لېوالتيا په پام سره، د افغانستان وچې مېوې او په ځانګړې ډول د ځڼغوځيو پېرل د چين لپاره يو بل لومړيتوب دی.
وانګ يي په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، تر دې دمه په لسو الوتنو کې د افغانستان ځڼغوځي له کابل څخه بېجينګ ته لېږدول شوي او په خبره د ځڼغوځيو د لېږد په موخه به دغه الوتنې په راتلونکي کې هم دوام وکړي.
نوموړي دغه راز خبر ورکړی چې له افغانستان څخه چين ته د رسېدلو ځڼغوځيو ۲۶ ټنه يې، په انلاين ډول په څو دقيقو کې د خلکو له لوري پېرل شوي دي.
وانګ يي په ورخت کې دا ډاډ هم ورکړی چې چين به له افغانستان او ټولې نړۍ سره خپل پراختيايي فرصتونه شريک کوي.
چين د افغانستان د ځڼغوځيو يو له عمده بازارونو دی او د اسلامي امارت له لوري د واک تر نيولو وروسته يو ځل بيا دې هېواد ته د ځڼغوځيو صادرات پيل شوي دي.