Home » افغانستان » هند او د خوړو نړيوال سازمان اړمنو افغانانو ته د غنمو پر وېش هوکړه وکړه

هند او د خوړو نړيوال سازمان اړمنو افغانانو ته د غنمو پر وېش هوکړه وکړه

په اېټاليې د هند سفارت اعلان کړی چې د خوړو له نړيوال سازمان سره يې په افغانستان کې پر اړمنو خلکو د غنمو د وېش په موخه هوکړه لاسليک کړې ده.

دې سفارت د يوې د خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د يادې هوکړې له مخې به د خوړو نړيوال سازمان په افغانستان کې اړمنو افغانانو ته د هند له لوري مرسته شوي خوراکي توکي، چې غنم هم په کې شامل دي ويشي.

د هوکړې د لاسليک پرمهال د خوړو نړيوال سازمان يو وار بيا خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې خلک د خوراکي توکو له شديد کمښت سره مخ دي.

په همدې حال کې د هند چارواکو ويلي، چې له افغانستان سره به يې پر روغتيايي برخو کې پر مرستو سربېره د خوراکي توکو مرستې هم دوام وکړي.

دغه هوکړه داسې مهال لاسليک کېږي چې څو ورځې وړاندې د هند له لوري د مرستو په څلورمه جوپه کې د ياد هېواد له لوري د دوا مرسته شوې جوپه کابل ته را ورسېده.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...