په نېمروز کې ځايي حکومتي سرچينو خبر ورکړی چې پرون مازدېګر د (کب په ۱۶مه) د افغان او ايراني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ وسلهواله جګړه شوې ده.
دې سرچينو د موضوع حساسیت له امله د نوم نه ښودلو په شر ازادي راډيو ته تائيد کړې، چې په ياده نښته کې دواړو لورو پر يوه او بل د سپکو او درنو وسلو ډزې کړي دي.
سرچينې زياته کړې، نښته هغه مهال رامنځته شوه چې افغان بزګرانو د کنګ ولسوالۍ په سيخسر سيمه کې د اوبو يوه کانال د کيندلو کار پيل کړ؛ خو ايراني ځواکونو يې د افغانستان خاورې ته له داخلېدو سره د کار مخنيوی وکړ.
د سرچينې په حواله ويل شوي، سيمې ته د اسلامي امارت ځواکونو له سېدو او له خبرو وروسته نښته رامنځته شوې ده. دې سرچينې دا هم ويلي چې د جګړې پرمهال د اسلامي امارت ځواکونو يو موټر هم سوځېدلی دی.
ځينو نورو رسنيو بيا د نېمروز ځايي سرچينو په حواله ويلي، چې په دې نښته کې د ايران ۴ تنه سرحدي سرتېرې وژل شوي؛ خو د اسلامي امارت ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي.
تر اوسه حکومتي چارواکو د يادې پېښې په تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.