Home » سیمه او نړی » نړۍ کې د کرونا ویروس له امله د مړه شويو کسانو شمېر له ۳ ملیونو واوښت
رویداد خبري آژانس

نړۍ کې د کرونا ویروس له امله د مړه شويو کسانو شمېر له ۳ ملیونو واوښت

د نړۍ په کچه د هغو کسانو شمېر له ۳ میلیونو واوښت چې د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په برازیل، هند او فرانسه کې د کرونا څپه ګړندۍ ده او مسؤلین‌یې د کابو کولو هڅه کوي.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې تېره اوونۍ په اوسط ډول هره ورځ د نړۍ په کچه ۱۲ زره کسان په کرونا مړه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، دا داسې وضعیت نه‌دی چې د وبا له پيل ۱۶ میاشتې وروسته‌یې دوی وړاندوینه کړې وه.

په اکثرو هېوادونو کې لا هم د ویروس د مخنیوي محدودیتونه پر خپل ځای دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...