د ملي امنيت پخواني رئيس رحمتالله نبيل د مقاومت جبهې د مشرانو له لوري پر وروستۍ هغې لېدنې نېوکه کړې چې د پاکستان استخباراتي شبکې له مشر نديم انجم سره يې کړې ده.
نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې عطاءمحمد نور، عبدالرشيد دوستم او محمد محقق ته په خطاب سره لېکلي، چې افغان سياسونو هېڅله له تېر تاريخ څخه زدهکړه نه ده کړې.
نبيل زياته کړې چې يادو کسانو د ISI له مشر سره له لېدنې د خپلې داعيې له تضعيفولو پرته، بل هېڅ شی نه دی ترلاسه کړي او د نوموړي په باور دا ځل به هېڅ شی تر لاسه نه کړای شي.
نبيل ويلي چې په افغانستان کې د سياسونو د ماتې يو عمده لامل د افغانستان لويو او ستراتېژيکو مسئلو په اړه د دوی تکتيکي او سرسري ليدلوری دی.
نوموړی دغه نيوکه داسې مهال کوي چې راپورونو له مخې د تېرې جمعې په ورځ عطاءمحمد نور، محمد محقق او عبدالرشيد دوستم د ترکيې په پلازمېنې انقرې کې د پاکستان د استخباراتي شبکې له مشر نديم انجم سره ليدلي دي.
که څه هم په ياده ليدنه کې د بحث شوو مسئلو په اړه جزيات نه دي ورکړل شوی؛ خو بهرنيو رسنيو د پاکستاني سرچينو له قوله ويلي، چې د ترکيې له لېدنې وړاندې هم نديم انجم د سيمې په يوه بل هېواد کې د مقاومت جبهې له مشر احمد مسعود، عطاءمحمد نور او محمد محقق سره ليدلي و.