Home » افغانستان » ناټو: له افغانستانه د سرتیرو اېستل به د مې له لومړۍ نېټې پیل کړو
رویداد خبري آژانس

ناټو: له افغانستانه د سرتیرو اېستل به د مې له لومړۍ نېټې پیل کړو

ناټو اعلان کړی چې له افغانستانه د غوڅ ملاتړ ماموریت د سرتیرو اېستل به د مې په لومړۍ نېټه پیل او د سپټمبر په ۱۱مه نېټه بشپړه کړي.

دا اعلان په هغه اعلامیه کې شوی چې ناټو تېره شپه خپره کړه.

پرون له دې وړاندې د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ چې له افغانستانه د امریکایي سرتیرو د وتلو بهیر به د سږني کال د مې په لومړۍ نېټه پیل او د سپټمبر په ۱۱مه نېټه بشپړ شي.

ناټو هم په خپله اعلامیه کې طالبانو ته د بایډن خبرداری تکرار کړی او ویلي یې دي چې که طالبان د دې ټلوالې پر سرتېرو د وتلو پر مهال برید وکړي، نو ځواب به‌یې د ځواک په کارولو ورکړي.

اعلامیه زیاتوي چې ناټو او شریکان به‌یې د افغانستان، افغانانو، د دې هېواد د اساسي قانون او د امنیت او د تېرو ۲۰ کلونو د لاسته راوړنو د خوندي کولو په هدف د افغانستان د بنسټونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...