د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون خبرداری ورکړی چې پر اوکراين د بريد په صورت کې به روسيه د خپل دې عمل لوړه بيه پرې کړي.
نوموړي پرون سېشنبه د (سلواغې په ۵مه) په برلېن کې د جرمني له لومړي وزير اولاف شولز سره په ګډ خبري کنفرانس کې ويلي، فرانسه او جرمني هېڅکله هم د مذاکراتو مخالفت نه دي کړی؛ خو په خبره که روسيه زور وکاروي او پر اوکراين بريد وکړي، نو له ناوړه پايلو سره به مخ شي.
په دې خبري کنفرانس کې د جرمني لومړي وزير شولز هم ټينګار کړی چې روسيه دې پر اوکراين د بريد په اړه د اندېښنو راکمولو په موخه جدي اقدامات وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې امريکا او برېتانيې پر اوکراين د روسيې احتمالي بريد له امله، په کيف کې د خپلو سفارتونو کارکوونکي کم کړي او خپلو وګړو ته يې له دې هېوادو د وتلو سپارښتنه هم کړې ده.