ملګري ملتونو د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي نړيوالې ورځې په مناسبت نن پنجشنبه د (لېندۍ په ۴مه) په يوې خپرې کړې اعلاميه کې ويلي، په افغانستان کې د کرونا په شمول د بېلابېلو دليلونو له مخې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی زيات شوی دی.
دې سازمان زياته کړې، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پور ته شوي ګراف ته په پام سره، اړتيا ده چې نړيوال د افغان ميرمنو غږ واوري او غوږ ورته ونيسي.
ملګرو ملتونو زياته کړې چې د ښځو پر وړاندې جنسيتي تاوتريخوالی د ياد قشر پر ځان بساينې او دغه راز د تل پاتې سولې پر وړاندې يو له جدي خنډونو دی.
د ملګرو ملتونو په اعلاميه کې غوښتنه شوې چې په افغانستان کې دې د ښځو پر وړاندې د روان تاوتريخوالي مخنيوي په موخه جدي او غوڅ اقدامات وشي.
ملګري ملتونه داسې مهال په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په اړه اندېښنه څرګندوي، چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د واک په نيولو سره، تر دې دمه د نجونو پر مخ ښوونځيو دروازې تړل شوي، ښځې له سپورټ او دغه راز له کار کولو هم منعه شوي دي.