ملګرو ملتونو يو وار بيا په افغانستان کې د بشري حقونو د خونديتوب په اړه اندېښنه ښولې او ويلي يې دي چې طالبان بايد په افغانستان کې د بشري حقونو د خونديتوب په اړه ډاډ ورکړي.
دا څرګندونې په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر مرستيالې ميرمن مته نودسن له يو شمېر افغان ميرمنو سره په لېدنه کې کړي دي.
نوموړې ټينګار کړی چې اسلامي امارت بايد دا يقيني کړي چې په افغانستان کې بشري حقونه د ټولو لپاره يو ډول خوندي او تضمين دي.
په دې لېدنه کې دغه راز د ښځو پر وضعيت هم بحث او د ملګرو ملتونو له لوري ټينګار شوی، چې هغه موجوده ستونزې او خنډونه بايد لرې شي، کوم چې د افغان ميرمنو د پرمختګ مخه يې ډپ کړې.
اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د دفتر مرستيالې تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي، خو له دې وړاندې يې روښانه کړي چې د بشري حقونو تامين ته د شريعت په چوکاټ کې حاضر دي.