ملګرو ملتونو د يوه تازه راپور له مخې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې خلکو د بانکي پورونو د بېرته ورکولو، د نغدو پيسو لرلو او دغه راز په بانکونو کې د پيسو اېښودو توان له لاسه ورکړی او دې چارې د افغانستان بانکي نظام د سقوط له خطر سره مخ کړی دی.
په دې راپور کې چې د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې يا UNDP له لوري ترتيب شوی او روېټرز خبري اژانس ورته لاسرسی پيدا کړی راغلي، نړيواله ټولنه دې د افغانستان بانکي نظام له سقوط وژغوري؛ ځکه د راپور له مخې، د ياد نظام سقوط بيه خورا لوړه او دغه راز يې بېرته رغول څو لسيزې وخت نيولی شي.
روېټرز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې د رئيس عبدالله الدرداري له قوله ويلي، د افغانستان بانکي نظام ژغورنه يوه پېچلې مسئله ده؛ ځکه د نوموړي په خبره دامهال پر طالبانو د نړيوالو له لوري يو اړخيز بنديزونه وضعه دي او ياد بنديزونه د افغانستان بانکي نظام ته له مالي پلوه د مټ ورکولو په برخه کې خنډ دي.
ملګرو ملتونو د افغانستان بانکي نظام ژغورنې په موخه نړيوالو مالي سازمانونو ته د افغانستان په بانکونو کې د پيسو اېښودو د تضمين لارې چارې، د لنډ او منځمهاله اړتياوو د پوره کولو لپاره د نغدو پيسو چمتو کولو، دغه راز د مالي تضمينونو او د پورونو د بېرته تاديې مودې غځولو وړانديز کړی دی.
خو روېټر ته الدرداري ويلي چې د نړيوال بانک او د پيسو نړيوال وجهي صندوق له لوري ښايي د يادو وړانديزونو مثبته ارزونه سخت کار وي وي؛ ځکه د نوموړي په خبره ياد سازمانونه د افغانستان ټول مالي او بانکي سيسټم په اړه بشپړ پوهاوی لري.
الدرداري زياته کړې چې دوی هڅه کوي، څو د يوې معقولې لارې له مخې دا يقيني کړې چې په راتلونکي کې کېدونکې مالي مرسته له طالبانو سره نه، بلکې د افغانستان د بانکي نظام د ژغورنې په موخه له دغه نظام سره مرسته ده.
د تېر اګسټ له ۱۵مې وروسته ملګرو ملتون په مکرره توګه د افغانستان اقتصادي سقوط په اړه خبرداری ورکړی، خو دا لومړی وار دی چې دغه سازمان په ځانګړې توګه د بانکي نظام د سقوط احتمالي خبرداری ورکوي.