Home » افغانستان » ملا يعقوب: بهر ته بېول شوې چورلکې دې بېرته افغانستان ته وسپارل شي

ملا يعقوب: بهر ته بېول شوې چورلکې دې بېرته افغانستان ته وسپارل شي

د ملي دفاع وزارت سپرست وزير ملا يعقوب مجاهد وايي، ګاونډي هېوادونو دې افغانستان ته هغه چورلکې بېرته وسپاري، چې د تېر نظام د چپه کېدو پرمهال ور وستل شوې وې.

نوموړي پرون سې‌شنبه د (مرغومي په ۲۱مه) د هوايي ځواکونو په قومندانۍ کې د يوې غونډې پرمهال زياته کړه، چې ګاونډيو هېوادونو په ځانکړې توګه تاجکستان او ازبکستان ته ورستل شوې چورلکې د افغانستان شتمني او حق يې دی او له همدې کبله يې يادو هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې دغه چورلکې افغانستان ته تسليم کړي.

يعقوب مجاهد دغه راز ويلي، افغانستان ته د يادو چورلکو د راګرځولو په اړه يې ډېر صبر کړی او په خبره يې که ژر دا چورلکې افغانستان ته تسليم نه شي، نو اسلامي امارت به له توان سره سم اقدام وکړي.

نوموړي دا نه ده واضيح کړې له اقدام کولو يې موخه او هدف څه دی؟ خو دا لومړی وار چې د اسلامي امارت لوړپوړي چارواکي د ګاونډيو هېوادونو پر وړاندې ګواښوونکې لهجه کاروي.

تر اوسه تاجکستان او ازبکستان د ملا يعقوب مجاهد دې څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...