د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي وايي، د امريکا له لوري د افغانستان شتمنۍ کنګل ساتنې زيان يوازې او يوازې افغان ولس ته رسي او په خبره يې دا کار د امريکا له لوري د بشري حقونو نقض دی.
نوموړي چې نن يې په اسلاماباد کې د اسلامي همکاريو سازمان غونډې ته خبرې کولي وويل، چې اسلامي هېوادونه دې له امريکا وغواړي څو د افغانستان شتمني ازاده او د بشري وضعيت په مهار کې همکاري وکړي.
متقي زياته کړه چې د امريکا له لوري د شتمنۍ کنګل ساتل که له يوې خوا د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړيکو له ښهوالي سره مرسته نه کوي، ترڅنګ يې د امريکا حيثيت هم زيانمنوي او په افغانستان کې د کډوالۍ بحران نور هم ډېرولی شي.
نوموړي په ورته مهال زياته کړه چې اوسنی حکومت د افغانستان په استازولۍ له نړۍ سره د مشروع تعامل وړتيا لري او له همدې کبله دې اسلامي هېوادونه بېرته خپل سفارتونه په کابل کې پرانېزي.
متقي دغه راز زياته کړه چې په افغانستان کې د کډوالۍ بهير د سياسي ستونزو له امله نه، بلکې د اقتصادي ستونزو له امله رامنځته شوی او د مخنيوي غوره لار يې هم په دې هېواد کې د اقتصادي ستونزو حل دی.