Home » اقتصادی » فېسبوک، انسټګرام او وټساپ په خدمتونو کې د ځنډ له امله بښنه وغوښته

فېسبوک، انسټګرام او وټساپ په خدمتونو کې د ځنډ له امله بښنه وغوښته

بېګاه شپه د افغانستان په شمول په ډېرو هېوادونو کې فېسبوک، انسټګرام او وټساپ د څو ساعتونو له لپاره اف وو او له همدې کبله يې په يادو هېوادونو کې د خدمتونو وړاندې کولو بهير د لنډ وخت لپاره ټکنی شو.

خو له څو ساعته ځنډ وروسته يادو شبکو بېرته خپل فعاليتونه په نورمال ډول پيل کړل. فېسبوک له دې کبله چې کاروونکي يې د څو ساعتونو لپاره له خدمتونو بې برخې وو، بښنه غوښتې او ويلي يې دي چې د اوس لپاره يې بېرته خپل فعاليت پيل کړی دی.

وټساټ هم د بښنې په غوښتلو سره خپل کاروونکي وربللي او ويلي يې دي چې د تېر په څېر به خدمتونه جاري او دوامداره وي.

انسټګرام له دې کبله چې کاروونکي يې په خدمتونو کې د څو ساعته ځنډ له امله په تمه پاتې شوي، بښنه غوښتې او بيا ځلي کارونې هيله يې کړې ده.

تر اوسه دې شبکو د خپلو خدمتونو د ځنډولو دليل نه دی په ګوته کړی او نه يې هم دا ويلي چې تېره شپه يې خدمتونه په کومو هېوادونو کې معطل شوي ول؟

د يادو ټولنيزو شبکو له لوري په خدمتونو کې ځنډ او د ټوېټر له لوري د خدمتونو فعال ساتل د دې لامل شو، چې د ټولنيزو رسنيو ډېر کاروونکي ټوېټر کارونې ته مخه کړي.

ټوېټر له همدې امله خپلو نويو کاروونکو ته د ښې کارونې په موخه هرکلی ويلی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...